قُلْ لَوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولًا
ته اوایه که په ځمکه کښی وی ملائک چه گرځیدی اوسیدونکی وی نورالیږلی به ؤو مونږپه دوی باندی د آسمان نه ملک رسول -
په دی آیت کښی جواب د تیرشوی سوال دی حاصل دجواب ئی دادی چه رسول دجنس د مرسل الیهم نه ضرور په کار وی نوکه په ځمکه کښی ملائک وی نوددوی رسول به ضرور ملک وؤ دهغوی دجنس نه، لیکن تاسو بشرئی نوستاسورسول به ضرور بشروی (يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ) کښی اشاره ده چه که ملائک داسی شی چه آسمان ته نشی ختلی په ځمکه کښی ژوند تیروی اودائی ځکه اوفرمائیل چه ځمکه کښی خوملائک شته لیکن هغوی آسمانونوته ځی راځی -