وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى إِلَّا أَنْ قَالُوا أَبَعَثَ اللَّهُ بَشَرًا رَسُولًا
اونه دی منع کړی خلقو لره دایمان راوړلو نه کله چه راغی دوی ته هدایت مگر دی بهانی چه دوی وائی آیا را اولیږلو اللّه تعالٰی بشرلره رسول -
دا زجردی په انکار دبشریت درسول، اودا سوال دتیرشوی آیت نه پیدا شو چه مخکښی اوئیلی شو چه زه بشر رسول یم نودوی ددی وجی نه انکار اوکړو حاصل دآیت دادی چه بشریت درسول صرف مانع دی دوی لره درسول منلونه اوپه سورة کهف (۵۵) کښی مانع دتوحید دمنلونه ذکر کړی دی ددی وجی په دواړه حصرونو کښی منافات نیشته دی او اوس هم باطل پرست خلق لکه بریلیان درسول دبشریت نه منکردی صرف فرق دادی چه مخکنوخلقو رسول لره په سترگو لیدلو چه بشردی نود رسالت نه ئی انکارکوؤ اودی موجودو خلقو رسول په سترگونه دی لیدلی نودوی دبشریت نه انکارکوی اودواړه په دی عقیده کفریه کښی شریک دی چه دبشریت او د رسالت په منیځ کښی منافات دی -