وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا
اویقیناً قسماقسم بیان کړی دی مونږ خلقوته په دی قرآن کښی دهرقسم بیان نه پس نه کوی ډیرخلق بل کار سیوا دناشکرئ نه -
دایو علت دی دپاره د اعجاز دقرآن کریم په دی کښی روستو دترغیب الی القرآن نه زجردی په انکار دقرآن سره (مِنْ كُلِّ مَثَلٍ) مثل نه مراد قسماقسم بیانات دی یعنی دلیلونه زجرونه تخویفات او بشارات وغیره -
فائده: په لفظ د أَبَى کښی معنیٰ دنفی موجود ده یعنی لایفعل شیئاً ددی وجی نه استثناء ترینه صحیح شوه اوپه دی جمله کښی ډیرتاکید دی په انکارکولو کښی -