الإسراء ۹۰

وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنْبُوعًا

او دوی وائی چیری مونږایمان نه راوړو په تاباندی تردی پوری چه رااوباسی مونږلره دځمکی نه چینی -

په دی آیت کښی زجردی په طلب د آیاتو د رسول اللّٰه نه په طریقه دضد اود عناد سره - اوپه دی کښی د اته آیتونو مطالبی ذکرشوی دی په اول کښی دځمکی د مکی نه چینی راویستل دی فائده عامه شی اوپه دوهم کښی باغونه او نهرونه پیداکیدل اگرچه ستادپاره خاص وی اودا تصرفات دځمکی دی اوپه دریم کښی تصرف کول په آسمان کښی دی اوتصرف کول په آسمان والا کښی اوپه څلورم کښی تبدیلی دفقیرئ نه مالدارئ‌ ته یاترقی کول په داسی طریقه چه ځمکی نه آسمان ته اوخیژی اوهرکله چه رسول اللّٰه ﷺ هغوی ته وئیلی دی چه زه په شپه دمعراج کښی آسمان ته ختلی یم نوهغوی زر مطالبه بدله کړه چه صرف ختل نه منو بلکه غټ کتاب به ځان سره راوړی -
فائده: باطل پرستو عقیده په باره دنیکانوخلقو کښی دا وی چه ددوی سره دځمکی او آسمان تصرفات دی او اللّه تعالٰی او ملائک هم ددوی تابع دی ددی عقیدی په بناسره دوی د رسول اللّٰه ﷺ نه دا مطالبی کولی - دجواب حاصل دادی چه زه بشریم اورسول یم اودبشر اگرچه رسول وی په قدرت کښی تصرفات دعالم نیشته (كَمَا زَعَمْتَ) په دی کښی اشاره ده هغه آیتونوته چه په هغی کښی د آسمانونو انشقاق او انفطار ذکر دی اودوی دهغی نه (دکفروجی نه) تعبیراوکړوپه زعم سره (لِرُقِيِّكَ) مصدر دی د رقی او ارتقاء‌ نه په معنیٰ دختلوسره دی اوپه معنیٰ دصحیفی او وړوکی کتاب سره خوپه هیڅ لفت کښی نه دی راغلی نو دغه معنیٰ غلطه ده، سوال: په حدیث دمسند احمد کښی دی چه اللّه تعالٰی نبی ﷺ ته اوفرمائیل که ته غواړی چه بطحاء (شگه) دمکی ستادپاره سره زر جوړکړم لیکن هغه رد کړه؟ جواب دهغه حدیث په سند کښی علی بن زید راوی دی هغه ضعیف دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل