الإسراء ۷۹

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا

اودشپی په یوه برخه کښی تهجد کوه دا زیاتی دی ستا دپاره نزدی ده چه اوبه رسوی تارب ستا ځای ستائیلی شوی ته -

په دی کښی دوهم امرمصلح او ادب ذکردی چه هغه صلوٰة اللیل دی پس دبیدارئ دخوب نه - (فَتَهَجَّدْ) په معنیٰ دترک هجود (خوب) دی نومعلومه شوه چه تهجد هغه مونځ دی چه روستو دشپی دخوب نه وی یعنی دنیمی شپی نه روستو دهغه غوره وخت شروع کیږی (نَافِلَةً لَكَ) یومعنیٰ داده چه دا زیاتی عزت او اکرام ستادی دوهمه معنیٰ داچه دا عطیه اوبخشش ستادی اولفظ د نافلة دلیل دی چه داپه نبی ﷺ باندی هم فرض نه وو اودا صحیح قول دی لیکن تخصیص دهغه په لفظ د (لک) سره دوجی دشرافت دهغی نه دی ځکه چه نفل کولو سره دامت گناهونه معاف کیږی اوهرچه نبی ﷺ دی نودهغه درجات پری زیاتی کیږی، ځکه چه هغه گنهگار نه دی (مَقَامًا مَحْمُودًا) نه مراد مقام دشفاعت کبریٰ دی یامقام دزیات قربت د اللّه تعالٰی دی اول قول غوره دی اومحمود ورته په دوی وجه سره وائی چه ددغه مقام ستائینه په کیدی شی - یا مَحْمُودًا په معنیٰ د محمودفیه سره دی ځکه چه په حدیث د شفاعت کښی راغلی دی چه په هغه مقام کښی به ماته داسی حمدونه اوخودلی شی چه دهغی نه مخکښی ماته نه دی خودلی شوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل