وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا
اوته اوایه ای ربه داخل کړی مالره په داخلیدلو د رشتیاؤ او اوباسی ما په ویستلو د رشتیاؤ اوراکړی مالره دخپل طرف نه غلبه چه مدد ورسره وی -
په دی کښی دریم امرمصلح او ادب دی (مُدْخَلَ صِدْقٍ او مُخْرَجَ صِدْقٍ) نه مراد دادی چه دخول او خروج د اللّه تعالٰی درضا دپاره وی اودهغه په امرسره وی د دنیا مقصد او په خپل خواهش سره نه وی - (سُلْطَانًا نَصِيرًا) مراد ددی نه حجت قویه دی یامراد ددی نه هغه غلبه ده چه په مدد د اللّه تعالٰی سره وی یعنی روستو دغلبی نه بیاکمزوری نه پیدا کیږی اوپه دی کښی اشاره ده چه روستو د هجرت فی سبیل اللّه نه سلطان او نصرت حاصلیږی -