أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا
کوه مونځونه دوخت دزوال دنمرنه ترتیاری دشپی پوری اومونځ دصبا یقیناً مونځ صباته حاضری کیدی شی (دملائکو) -
په دی آیت کښی ذکر داول امرمصلح او ادب دی دپاره دتثبت اومراد ددی نه پابندی اوهمیشگیری ده په ټولو مونځونوباندی او (مَشْهُودًا) وجه داده چه ملائک دشپی اود ورځی په دغه مونځ کښی جمع کیږی، د (لِدُلُوكِ) یو معنیٰ زوال دنمر دوهمه معنیٰ غروب دنمر، په اوله معنیٰ سره دری مونځونو ته اشاره ده ماسپخین، مازیگر، ماښام اوپه دوهمه معنیٰ صرف دماښام مونځ مراد دی ابن جریراو ابن کثیر اول قول د ډیروصحابو او تابعینو نه نقل کړی دی اود دلوک په معنیٰ زوال سره یومرفوع حدیث ئی هم راوړی دی نودغه قول غوره دی (قُرْآنَ) دامصدر دی په معنیٰ دقرءة سره دی اومراد د قراءة نه ټول مونځ دی ځکه چه قرآن لوستل رکن اصلی دی په مونځ کښی -