إِذًا لَأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا
دغه وخت خامخا څکولی به وی مونږتاته دوچند عذاب په ژوند ددنیا اودوچند پس دمرگ نه بیابه اونه مومی ته ځان لره په مونږباندی امدادی -
په دی کښی تعریض دی امت ته چه پیغمبرته مداهنت نه معاف کیږی نوتاسوته به څنگه معاف کړی شی اوآیت کښی اشاره ده چه څومره چه دچا درجه اعلٰی وی نودومره به په وخت د مخالفت کولوکښی د هغه عذاب لوی وی -