وَلَوْلَا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا
اوکه مونږنه وی کلک کړی تالره یقیناً نزدی وه چه کوږ شوی به وی دوی ته لږ غوندی -
دادلیل دی چه پیغمبر مشرکانوسره هیڅ مداهنت نه دی کړی بلکه معصوم وو اوپه عصمت او تثبیت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وو اوپه دی کښی ډیرتاکیدات دی یو کِدتَّ دوهم تَرکَنُ دریم شیئاً (په اثبات کښی) څلورم قَلِیلاً دی -