وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا
اویقیناً غواړی دامشرکان چه واړوی تالره دبیان دهغی خبری نه چه وحی کړی ده مونږتاته دی دپاره چه اوتړی په مونږباندی ددی نه بغیر او دغه وخت به اونیسی دوی تالره په دوستانه -
په دی کښی تحذیردی دمداهنت کولونه، یعنی مشرکان اونور باطل پرست په اهل حق باندی کوشش کوی چه دحق په بیانولو کښی نرم شی، مثلاً مشرکانو رسول اللّٰه ﷺ ته وئیل چه ته زمونږ اِلٰهَه شُفعاء اومنه نومونږتاسره ملگری یو - اوپه لفظ د (لِتَفْتَرِيَ) کښی اشاره ده چه چا وحی (قرآن اوسنت) پریخودله نوضروربه په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوی (وَإِنْ كَادُوا) ان مخفف دی دمثقل نه نوپه اصل کښی انَّهُ دی ـ كَادُوا په معنیٰ داراده کولو اوکوشش کولو سره دی (الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ) مراد ددی نه توحید دی ځکه چه دشمنی ددوی توحید سره ده لکه چه په (۴۶) کښی تیرشوی دی او (غَيْرَهُ) نه مراد شرک دی (خَلِيلًا) هغه دوست وی چه د زړه حاجت ورباندی سرکیږی یاهغه دی چه دهغی دمینی دپاره زړه د نورو محبتونونه خالی وی مراد ترینه قریبی او مخلص دوست دی -