وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا
او هغه څوک چه دی په دی دنیا کښی ړوند (بی دلیله) پس هغه به په آخرت کښی ړوند وی اوزیات بی لاری دی -
په دی کښی تخویف اخروی دی او د (أَعْمَى) اول نه د زړه ړوندوالی مراد دی یعنی چه بی دلیله تقلید کوی د باطل، اودوهم اعمیٰ په خپله معنیٰ سره دی یا ددی نه مراد هم بی دلیله دی لکه فعمیت علیهم الانباء قصص (۶۶) اوددی وضاحت په سورة طٰهٰ (۱۲۴) کښی دی -
فائده: که شبه اوکړی شی چه نورو آیتونو کښی تصریح ده چه دوی به د ورځ دحشر سترگی لری لکه سورة ق (۲۲) کښی او مریم (۳۸) کښی چه ذکر دی جواب دادی چه په ورځ دقیامت کښی مختلف مقامات دی، بعضی مقاماتوکښی به اعمیٰ وی اوپه بعضوکښی به روغ وی اولفظ حشراوبعث کښی هم فرق دی بعث دقبر نه پورته کیدل دی اوحشرپه میدان کښی راجمع کیدل دی نو اعمیٰ ئی په حشرکښی ذکرکړی دی نه په بعث کښی (وَأَضَلُّ سَبِيلًا) یعنی ددوی گمراهی په پوره ښکاره شی یامراد دسبیل نه لار دجنت ده -