يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا
په کومه ورځ چه آواز به ورکړو هرچاته په نوم دپیشوا ددوی پس هغه څوک چه ورکړی شی هغه ته کتاب دهغه په ښی لاس کښی پس دغه خلق به لولی عملنامی خپلی اوظلم به نه کیږی په دوی باندی په قدردتار د هډوکی د کجوری -
روستو دذکر دانعاماتو دعامو خلقونه اوس فرق ذکرکوی په مینځ دمؤمنانو او دکافرانو په آخرت کښی نوپه دی آیت کښی بشارت اخروی دی او مراد د اِمَامِ، نه پیشوا دقوم دی که هدایت والا وی او که گمراه وی، دوهم قول دادی چه مراد د امام نه عملنامه ده اوداقول غوره دی دریم قول دادی چه مراد دامام نه نبی دی اوابن کثیر نقل کړی دی دبعضی سلفونه چه لوی شرافت د اصحاب الحدیث دادی چه امام ددوی نبی ﷺ دی اوتفسیر ددی په امام د مذهب سره بی دلیله قول دی، اوتفسیردامام په مورسره داتحریف دی دنصوصو خلاف دی ځکه نصوص په دی شاهد دی چه په ورځ دقیامت کښی نسبت دهرکس به دهغه پلار ته کیدی شی سیوا د عیسیٰ علیه السلام نه هان که چیری پلارئی نه وی یعنی ولدالزنا وی نوبغیردنسبت نه به رابللی کیدی شی -