وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا
اویقیناً مونږ عزت ورکړی دی اولاد د آدم علیه السلام ته اوسواره کړی دی مونږ دوی لره په اوچه او په دریاب کښی او روزی هم ورکړی ده دوی ته دپاک رزقونو نه اوغوره والی مو دوی ته ورکړی دی په ډیر دهغه چانه چه مونږپیدا کړی دی ډیر غوره والی -
په دی آیت کښی ترغیب دی په ذکر د څلورو انعاماتو عامو سره دپاره ددی چه دوی شکراوکړی په توحید منلوسره، نودهغه عذابونونه به بچ شی چه مخکښی بیان کړی شول - اول انعام (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا) سره بیان شوی دی اودا کرامت عام دی په نطق او په تمیزسره اوپه عقل سره اوپه نیغ قامت سره اوپه ښائسته شکل سره اوپه خوراک کولو په گوتو سره اوتابع کول دنورمخلوق هغوی لره، اودارنگ اکرام دسړی په ږیره سره اواکرام دزنانوپه کونڅوسره، دا ټول په دی کښی داخل دی دوهم انعام سورلی په اوچه کښی په گاډو، موټرو او اوښانو، آسونو، خچرو او خرو وغیره سره اوپه دریابونو کښی په کشتو، لانچونواوجهازونو وغیره سره دریم انعام په دی کښی خوراک، څښکاک اولباس داخل دی چه په هغی کښی قسم قسم مزیدار خوش رنگ څیزونه دی - څلورم انعام فضیلت ورکړی دی په ډیرمخلوق باندی جمادات، نباتات، حیوانات او جنس ملائک هم دبعضی اهل علم په نیزپه کښی داخل دی اوکه مراد دفضیلت نه ظاهری وی نودا شامل دی کافرانوته هم اوکه فضیلت معنوی وی نودا خاص دی په مؤمنانوپوری -