الإسراء ۶۹

أَمْ أَمِنْتُمْ أَنْ يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَى فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا

آیا بی غمه ئی تاسو چه واپس به بوځی تاسو په دریاب کښی بل ځل پس را اوبه لیږی په تاسوباندی تیزه ماتؤنکی سیلئ پس غرق به کړی تاسو په سبب دانکارستاسو دتوحید نه بیابه اونه مومئ تاسو ځان لره په مونږباندی ددی نه څوک تپوس کؤونکی -

داهم تخویف دی دمخکښی په شان مطلب ئی دادی چه اللّه تعالٰی به دغه کس لره دریاب ته دوباره بوځی اوغرق به ئی کړی نوڅوک به ئی بچ کړی (تَبِيعًا) هغه څوک دی چه بدله اخلی دخپل دشمن نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل