أَفَأَمِنْتُمْ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلًا
آیا بی غمه ئی تاسو چه اللّه تعالٰی به ښکته بوځی تاسو په طرف دوچی ځمکی کښی یا به را اولیږی په تاسوباندی باران د کانړو بیابه اونه مومئ تاسوځان لره ذمه دار -
په دی آیت کښی تخویف دی هغه مشرک ته چه مخکښی آیت کښی دهغه حال بیان شو - اومراد دادی چه دریاب نه اگرچه دی بچ شو لیکن د اوچی دعذاب نه نه شی بچ کیدی ( أَنْ يَخْسِفَ) په شان دقارون (أَوْ يُرْسِلَ) په شان دقوم لوط اوداسی په سورة ملک (۱۷،۱۶) کښی هم دی -