الإسراء ۷۶

وَإِنْ كَادُوا لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الْأَرْضِ لِيُخْرِجُوكَ مِنْهَا وَإِذًا لَا يَلْبَثُونَ خِلَافَكَ إِلَّا قَلِيلًا

اویقیناً دوی غواړی چه چلونه جوړکړی تاته په دی ځمکه (دمکه کښی)‌ دپاره ددی چه اوباسی تالره ددی نه اوپه دغه وخت به حصارنه شی دوی ستانه روستو مگرلږ وخت -

ددی آیت نه دریمه حصه ده تر (۱۰۰) پوری په دی کښی دریم سبب دعذاب ذکرکوی چه هغه ویستل درسولانو دی دملک دهغوی نه اوددی مثال ورکوی په هجرت د نبی زمونږ (۷۷،۷۶) کښی بیا څلور اداب او امور مصلحه ئی ذکرکړی دی دپاره دتثبت په وخت دابتلاء‌ کښی د (۷۸) نه تر (۸۱) پوری بیاترغیب الی القران دی په (۸۲) کښی بیا پنځه زجرونه دی اول زجرپه سبب داعراض کولو (۸۴،۸۳) کښی دوهم زجردی په سوال عناداً‌ (۸۷،۸۶،۸۵) کښی اوصدق دقرآن په طریقه دتحدی سره په (۸۸) کښی دریم رجر په اعراض عن القرآن (۸۹) کښی څلورم رجرپه طلب دآیتونو اتو تعنتاً‌ (عناداً) (۹۲،۹۱،۹۰) کښی پنځم زجرپه انکار دبشریت درسول (۹۴) اودهغی جواب (۹۵) کښی اواثبات درسالت په شهادت د اللّه تعالٰی سره (۹۶) کښی بیا تخویف اخروی (۹۷) کښی اوسبب دهغی انکار دبعث (۹۸) کښی اومقصد په دی کښی اثبات دتوحید اورسالت دی - په دی آیت (۸۶) کښی دمشرکانوکوششونه او مکرونه دپاره داخراج درسول ته اشاره شوی ده یعنی هرکله چه حیله دمداهنت ددوی کامیابه نه شوه نو دوی دهغه ویستلوکوشش شروع کړلو په لفظ د (لَيَسْتَفِزُّونَكَ) سره (وَإِذًا لَا يَلْبَثُونَ) کښی اشاره ده عذاب داهل مکی ته - استفزار په چلونو او مکرونوسره خوئیدل اوویستل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل