الإسراء ۶۵

إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا

یقیناً ځما بندگان نیشته تالره په دوی باندی وس دگمراه کولو اوپوره دی ستا رب ذمه وار -

په دی کښی حفاظت دبعضی بندگانو د ابلیس نه ذکردی اوپه عِبَادِي کښی اضافت دتخصیص دپاره دی چه هغوی ته ئی په نورو آیاتونو کښی مخلصین وئیلی دی (وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا) په دی کښی اشاره ده چه دا بندگان په عصمت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (سُلْطَانٌ) مراد ددی نه غلبه دگمراه کولو یا دلیل مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل