وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا
او اخویه هغه څوک چه ستا وس پری برشی دوی نه په مالونوکښی او اولاد کښی او وعدی کوه ددوی سره او وعده نه کوی ددوی سره شیطان مگر ددهوکی -
په دی آیت کښی د گمراه کولو دابلیس خلقو لره څلورطریقی ذکرشوی دی، اوله طریقه، دهوکه ورکول خلقو ته په آواز دابلیس سره اود آواز نه مراد هرهغه داعی دی چه دعوت کوی هغه معصیت د اللّه تعالٰی ته اوپه دی کښی دعوت وشرک وکفر او بدعت او غِنا وغیره داخل دی دا ابن جریر غوره کړی دی او دوهمه طریقه (وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ) مراد ددی دادی چه ددوی دگمراه کولو دپاره خپل ټول کیدونه استعمال کړه اوداخل دی په دی کښی هرهغه څوک چه په سورلئ باندی گرځی یا پیاده گرځی په معصیت د اللّه تعالٰی کښی داد ابن عباس رضی اللّه عنهم او مجاهد نه نقل دی - او دریمه طریقه (وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ) اومراد دشراکت نه په مالونوکښی نذر کول دمال دپاره د غیراللّه دارنگ مال خرچ کول په شرک او بدعت او رواجونو کښی او تحریم د غیراللّه اوپه حرامه طریقه کسب کول هم په دی کښی داخل دی اود شراکت فی الاولادنه نسبت کول د اولاد دی غیراللّه ته چه دا اولاد فلانکی ولی رابخلی دی اونوم کیښودل دهغی نبی بخش، عبدالحارث او عبدالعزیٰ او عبدالرسول بنده علی اوپیربخش وغیره اودارنگ اولاد ته طریقی د کفراوشرک خودل اومشابه کول دهغوی د کافرانوسره په لباس او په شکل کښی - اوڅلورمه طریقه (وَعِدْهُمْ) مراد ددی نه وعدی کول دی دثواب او دکامیابئ په شرک او بدعت کولو کښی -