قَالَ اذْهَبْ فَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَاؤُكُمْ جَزَاءً مَوْفُورًا
اوئیل اللّه تعالٰی ځه پس چاچه ستا تابعداری اوکړه ددوی نه پس یقیناً جهنم سزا ستاسو ده سزا پوره -
په دی آیت کښی تخویف اخروی دی ابلیس او تابعدارو دهغه ته (اذْهَبْ) کښی اشاره ده دهغه مهلت ورکولو ته لکه په سورة اعراف (۱۵) اوسوره حجر (۳۷) اوسورة ص (۸۰) کښی دی (مَوْفُورًا) په معنیٰ د وافرسره یاپه معنیٰ داسم مفعول سره یعنی پوره کړی شوی دی څه کمی په کښی نه وی اوداسی سزا دکافر او مشرک وی ځکه دمؤمن په سزا کښی دعفو او مغفرت دوجی نه کمی کیدی شی اوداسی په سورة اعراف (۱۸) او سورة ص (۸۵) کښی دی -