قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إِلَّا قَلِيلًا
هغه اوئیل خبر راکړه چه دا هغه سړی دی چه تاعزت ورکړی دی ده ته په ماباندی که چیری تا ماله مهلت راکړو ترورځ دقیامت پوری نو خامخا په خپل قابو کښی به راولم اولاد دده سیوا دلږو کسانونه -
دی آیت کښی اشاره ده چه ابلیس حسد اوکړو دوجی د عزت د آدم علیه السلام نه چه اللّه تعالٰی ورکړی وؤ (لَأَحْتَنِكَنَّ) دا د حنک نه دی اوحنک په معنیٰ د بیخکندئ راځی نو معنیٰ داشوه چه زه به دده د اولاد د ویخ اوباسم او ویخ ویستل دادی چه په شرک او کفرکښی ئی اخته کړی اودوهم معنیٰ دحنک د آس په خوله کښی واگی اچول وی چه مقصد دهغی نه منع کول وی نو معنیٰ داشوه چه منع به کړم زه اولاد دده دتوحید نه -