وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا
اوکله چه اوئیل مونږ ملائکوته سجده اوکړئ آدم علیه السلام ته نو سجده اوکړه ټولو سیوا دابلیس نه اوئیل هغه آیا سجده اوکړم هغه چاته چه تاپیدا کړی دی د خټی نه -
دا واقعه د آدم علیه السلام او د ابلیس ده اومقصد په دی واقعه کښی دادی چه آدم علیه السلام آیت اللّه وو ابلیس دهغه د تعظیم نه انکار اوکړو اودهغه توهین ئی اوکړو په دی جمله کښی (أَأَسْجُدُ) او (أَرَأَيْتَكَ) دا سبب اوگرځیدو دپاره دعذاب د ابلیس اوددی وجی نه دائی عطف کړی دی په ماقبل باندی -