وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا
اوکله چه مونږ اوئیل تاته یقیناً ستارب راگیرکړی دی خلقولره اونه دی گرځولی مونږ هغه لیدل چه خودلی دی مونږتاته مگردامتحان دپاره خلقو او ونه چه بدئی وئیلی شوی دی په قرآن کښی او ویره ورکؤو دوی لره پس نه زیاتوی دوی لره مگرسرکشی لویه -
ددی آیت په اول جمله کښی تیزی ورکول دی پیغمبرته په تبلیغ باندی چه اللّه تعالٰی به ستا حفاظت کوی اوته تبلیغ کوه مراد داحاطی نه احاطه د قدرت او علم د اللّه تعالٰی ده په ټول مخلوق باندی اوحفاظت دنبی په کښی داخل دی - اوبیائی دوه ایاته پیش کړی دی یوواقعه دمعراج اودوهم ذکر د اونی په جهنم کښی ددی دواړوپه انکارسره ویره د عذاب ده (لرُّؤْيَا) صحیح قول دادی چه مراد ددی نه لیدل دی په سترگوسره په حالت دبیدارئ کښی په شپه دمعراج کښی ځکه رویا مصدر دی په معنیٰ درویت سره دی اودا قول د امام بخاری دابن عباس رضی اللّه عنهم نه نقل کړی دی اونه دی مراد ددینه لیدل دخوب ځکه که د خوب لیدل وی نوپه هغی سره امتحان نه کیده ځکه چه د خوب د لیدلونه هیڅ څوک انکار نه کوی - (وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ) یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی خبرورکړوپه سورة صافات کښی دآیات (۶۲) نه تر (۶۶) پوری چه ونه ده په جهنم کښی نودا ددوی دپاره سبب دامتحان شو اومنکرینو اعتراض اوکړو چه ونه په اورکښی څه رنگ راتوکیدی شی - الْمَلْعُونَةَ، یعنی داسی ونه چه لعنت کړی شوی دی دهغی په خوړونکوباندی په قرآن کښی یا دا معنیٰ ده چه بدصفات بیان کړی شوی دی ددغی ونی په قرآن کښی لکه سورة دُخان آیت (۴۳) نه آیت (۴۶) پوری دارنگ سورة صافات کښی اوچاچه ددی شجری تفسیرکړی دی په بنوامیه سره داتخریف دی ځکه چه په قرآن کښی ذکرد بنی امیه اوپه هغوی باندی لعنت نیشته - اونسبت کول ددی ابن عباس رضی اللّه عنهم ته غلط دی -