وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا
اونه دی منع کړی مونږلره دلیږلو معجزاتونه (کوم چه دوی غواړی) مگرداچه انکار کړی ؤو ددی خبری زړو خلقو او ورکړی وه مونږ ثمودیانوته اوښه د ښکاره کولو دحق دپاره پس هغوی عناداً انکار اوکړو اونه لیږو مونږ معجزاتو لره مگرد ویرولو دپاره -
ددی آیت دوهمه حصه ده تر (۷۵) آیت پوری په دی حصه کښی دوهم سبب دعذاب ذکرکوی چه هغه انکار کول دی دآیاتو د اللّه نه او دهغی مثال ئی پیش کړی دی په واقعه دثمودیانوسره په (۵۹) کښی اوپه واقعه داسراء اوپه ذکردشجر دزقوم په آیت (۶۰) کښی اوپه واقعه دابلیس چه انکارئی کړی وو دآیت د اللّه تعالٰی نه چه آدم علیه السلام اوتعظیم دهغه وو دآیت (۶۱) نه تر (۶۵) پوری، بیا دلیل عقلی دی په (۶۶) بیازجردی مشرک ته په (۶۷) کښی بیاتخویف دنیوی دی په (۶۸) او (۶۹) کښی، بیا ترغیب دی په ذکر دنعمتونوسره په آیت (۷۰) کښی، بیا تخویف اخروی دی په (۷۲،۷۱) کښی - بیا تحذیردی دمداهنت نه آیت (۷۵،۷۴،۷۳) کښی، په دی (۵۹) آیت کښی جواب دشبهی دی شبه داده چه هرکله چه رد اوشوپه مشرکانو نوهغوی طلب اوکړو د پیغمبرنه د معجزاتو نوسوال راغی چه دا معجزات دوی ته ولی نه رالیږلی کیږی؟ دجواب حاصل دادی چه هغه معجزات چه دوی طلب کړی دی، مانع دهغی نه دادی چه که هغه را اولیږلی شی او دوی ئی انکار اوکړی نوعذاب به پری راشی د مخکنوقومونوپه شان چه مثال دهغی ثمودیان دی چه هغوی طلب دمعجزی کړی وو نو ناقه پیداشوه اودوی دهغی انکار اوکړو نوعذاب پری راغی نوپه دی آیت کښی اشاره ده چه انکار د معجزاتو سبب دعذاب دی - (وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا) مرا ددی نه هغه آیات دی چه خلق دهغی طلب کوی نودهغی په رالیږلو کښی تخویف بالعذاب وی کله چه اونه منلی شی نوپه منکرینوباندی ضرور عذاب راځی دوهمه معنیٰ داده چه آیت نه مراد ټول معجزات دی چه دهغه دپاره د انکارکوونکی تخویف وی اودپاره دمؤمنانو رحمت وی (فَظَلَمُوا بِهَا) مراد دظلم نه انکارکول عناداً اوقتل کول د اوښی دی -