وَإِنْ مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا
اونیشته هیڅ کلی مگر مونږ هلاکؤونکی دهغی یو مخکی دورځ دقیامت نه یا عذاب ورکؤو هغی ته عذاب سخت ده دا فیصله په لوح محفوظ کښی لیکلی شوی -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی اومطلب ئی دادی چه په کلو دمشرکانوباندی هلاکت او عذاب راځی لیکن دهغوی معبودان باطله هغوی لره نه شی بچ کولی اودارنگ مضمون په سورة هود (۱۰۱) اوسورة احقاف (۲۸،۲۷) کښی هم دی (قَرْيَةٍ) نه مراد نافرمان او مشرکان دی په قرینه دسورة طلاق (۸) سره او (عَذَابًا شَدِيدًا) نه مراد قتلونه، فسادونه او قحطونه وغیره دی (الْكِتَابِ) نه مراد کتاب تقدیر یعنی لوح محفوظ دی اودا دلیل دی په اثبات د تقدیرلیلکی شوی باندی -