الإسراء ۵۷

أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا

هغه کسان چه دوی ورته رامدد شه وائی غواړی خپل رب ته نزدی والی چه کوم یوددوی نه زیات نزدی وی اوامید لری دوئ‌ درحمت دهغه او ویره کوی دعذاب دهغه نه یقیناً عذاب درب ستانه ویره کیدی شی -

تیرشوی آیت کښی عجزئی بیان کړو دمعبودانوباطلو په نفی دتصرف سره نوپه دی آیت کښی عجزد هغوی بیانوی دعبودیت په دریو اجزاؤ شره، یومحبت دی د اللّه تعالٰی سره چه دهغی دوجی نه نزدیکت د اللّه تعالٰی طلب کوی اوبل امید ساتل دی د اللّه تعالٰی نه درحم اودریم خوف دی دعذاب د اللّه تعالٰی نه او (أَيُّهُمْ أَقْرَبُ) تفسیردی د الوسیلة یعنی وسیلة په معنیٰ دنزدیکت ده دارنگ په سورة مائده (۳۵) کښی تیرشوی دی (مَحْذُورًا) داسی په سورة معارج (۲۸) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل