قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا
ته اوایه را وبلئ هغه کسان چه گمان پری کوئ تاسومددگاران سیوا د اللّه تعالٰی نه پس هغوی اختیار نه لری د لری کولو دتکلیف ستاسونه اونه د اسانولو -
ددی آیت تعلق دی د آیت (۵۶) سره یعنی توحید اومنئ ځکه چه شرک باطل دی اوپه دی کښی هم طریقه ددعوت ذکرکوی - بیاپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی الدعاء باندی، اوبیا رد دی په شرک فی التصرف باندی، او روستنی علت دی دپاره دمخکنی اوپه دی آیت کښی رد دی په مشرکین بالجن اوبالعبادالصالحین باندی حدیث د بخاری کښی وارد دی چه دا آیات نازل شوی دی په باره دهغه خلقو کښی چه دپیریانو عبادت باندی کلک وؤ - اوابن کثیراونور ډیرو مفسرینو ددی آیت دلاندی عابدین دملائکو اوعزیر علیه السلام اود عیسیٰ علیه السلام هم داخل کړی دی نودارنگ عابدان د اولیاؤ که دژوندو وی اوکه د مړووی نوهغوی په کښی داخل دی - کشف او تحویل کښی دافرق دی چه کشف لری کول دضرر دی دبیخ نه اوتحویل بدلول دیوحالت دی بل حالت ته یعنی کمول دتکلیف -