الإسراء ۵۵

وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا

اورب ستا ښه پوهه دی په حال دهغه چاچه په آسمانونو او ځمکه کښی دی اویقیناً غوره والی ورکړی دی مونږ بعضی پیغمبرانو ته په بعضوباندی اوورکړی ؤو مونږ داؤد علیه السلام ته زبورکتاب -

هرکله چه مخکښی بیان کړی شوهدایت او عدم هدایت نوپه دی آیت کښی اشاره ده اختلاف د مرتبوته چه اللّه تعالٰی ستاسو دطاعت او معصیت په مرتبو باندی ښه عالم دی اوداهم دلیل عقلی علمی دی دپاره دتوحید بیائی اوفرمائیل چه اختلاف دمرتبو په انبیاؤ علیهم السلام کښی شته لکه سورة بقره (۲۵۳) کښی دی - بیا ذکرد زبور د داؤد علیه السلام کښی اشاره ده چه فضیلت داللّه تعالٰی په نیزپه وحی اوکتاب سره دی په بادشاهی ددنیا سره نه دی -
فائده: (زَبُورًا) د زَبَر نه دی زجراو وعظ ته وائی دزبوروجه تسمیه داده چه په هغی کښی احکام د حل او حرمت نه وو بلکه اذکار او تسبیحات او مواعظ وغیره وو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل