رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ إِنْ يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِنْ يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا
رب ستاسو ښه پوهه دی ستاسوپه حال باندی که اوغواړی نورحم به اوکړی په تاسوباندی اوکه اوغواړی نوعذاب به درکړی تاسوته اونه ئی لیږلی مونږته په دوی باندی ذمه وار -
په دی آیت کښی خطاب دی مشرکینوته پس ددعوت دهغوی نه توحید ته اودلیل عقلی علمی دی په توحیدباندی یعنی هدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی یابه رحم اوکړی په تاسوباندی په توفیق دایمان، یابه عذاب درکړی کله چه مړه کړی تاسوپه شرک باندی او رسول ددوی ذمه دار نه دی نوپه هغه باندی اعتراض نه راځی یا داخطاب دی مؤمنانوته پس دطریقی ددعوت نه یعنی که دعوت تاسوجاری اوساتو نو اللّه تعالٰی به تاسو رحم اوکړی اودکافرانونه به مو بچ اوساتی اوکه تاسو دعوت ترک کړو نو اللّه تعالٰی به په تاسو له عذاب درکړی اورسول تاسو نه شی بچ کولی -