الإسراء ۵۳

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا

او ته اوایه ځما بندگانوته وائی دی دوی هغه خبره چه ښائسته ده یقیناً شیطان فساد اچوی په مینځ ددوی کښی یقیناُ شیطان دی دانسان دپاره دشمن ښکاره -

په دی آیت کښی بیان د ادب دی دپاره ددعوت کوونکو روستودبیان د سرکشئ دمنکرینونه اومراد (لِعِبَادِي) نه مؤمنان دی یعنی مؤمنانوته اوایه چه کله مشرکانوته دعوت دتوحید ورکوی نوپه احسن طریقی سره دی بیان کوی ددی دپاره چه شیطان مینځ کښی فساد پیدا نه کړی، دوهم تفسیردادی چه په دی آیت کښی دعوت دتوحید دی مشرکانوته پس دذکرکولو دخباثاتو دهغوی نه او عِبَادِي نه مراد مشرکان او کافران دی او (الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) نه مراد کلمه دتوحید ده اونور شرعی عقیدی او اقوال دی اودا عطف دی په دی قل باندی په (۵۱) کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل