يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا
په کومه ورځ چه آواز به درکړی تاسوته نوتاسو به حکم اومنئ سره دحمد وئیلونه اوگمان به کوئ تاسو چه نه وئ حصارشوی تاسومگرلږه موده -
په دی کښی بیان دحال بعث دی (يَدْعُوكُمْ) نه مراد شپیلئ وهل دی دپاره دبعث یامراد ددی نه آواز دی دپاره دحشر لکه په دی سورة (۷۱) کښی به راځی اودارنگ په سورة روم (۲۵) کښی راځی (فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ) یو معنیٰ داده چه ددغه آواز به استجابت اوکړی (نوراپورته به شئ) اود اللّه تعالٰی حمد به وائی اواقرار به کوی چه اللّه تعالٰی دتسبیح او حمد لائق دی، معنیٰ داده چه تاسو به استجابت اوکړئ په سبب د امرد اللّه تعالٰی سره یعنی حمد په معنیٰ دامرسره دی (إِلَّا قَلِيلًا) لکه په سورة نازعات (۴۶) او سورة طٰهٰ (۱۰۴،۱۰۳) اوسورة مؤمنون (۱۱۴) کښي دی -