رَبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا
رب ستاسو داسی ذات دی چه چلوی ستاسو دپاره کشتئ په دریاب کښی دپاره ددی چه طلب کړئ فضل د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی دی په تاسوباندی رحم کؤونکی -
په دی کښی دلیل عقلی ذکردی اوعام انعام ئی ذکرکړی دی روسته دخاص انعام نه یعنی دشیطان نه بچ کول خاص انعام دی په خاص بندگانوباندی اود دریاب دغرقیدلونه بچ کول عام انعام دی مشرکانو ته هم شامل دی -