نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَى إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا
مونږښه پوهیږوپه هغه نیت ددوی چه دوی پری غوږ ږدی کله چه دوئ تاته غوږ ږدی اوکله چه دوی پټی جرگی کوی کله وائی ظالمان خلق تابعداری نه کوئ تاسو مگردیو سړی چه جادو پری کړی شوی دی -
په دی آیت کښی زجردی په انکار درسول سره اوهغه ته ئی مسحور اوئیل اومسحورپه معنیٰ د دهوکه کړی شوی یاپه معنیٰ دمحتاج دی خوراک او څښکاک ته، یاپه معنیٰ ددهوکه کړی شوی دی په داسی طریقی سره چه عقل ئی برباد شی - اودا فتویٰ ددوی په مکه کښی وه اوپه دغه وخت کښی په نبی ﷺ جادو نه وو کړی شوی دوی دروغ وئیل - اوبیا روستوپه مدینه کښی په هغه باندی جادو کړی شوی وو لکه چه حدیث صحیح کښی ثابت دی نوددی په مینځ کښی هیڅ تعارض نیشته اوددی پوره تفصیل په تفسیر دسورة فلق کښی به راشی انشاءاللّه تعالی (إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ) یعنی اول دوی قرآن ته غوږ کیدی لیکن په نیت داعتراض کولو سره نوبیا کورنئ کښی جرگه اوکړی چه دی نبی باندی څه رنگ فتویٰ اوکړو -