وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا
اوپیدا کړی دی مونږددوی په زړونوباندی پردی (منع کؤونکی) دپوهی دقرآن نه اوپه غوږونو ددوی کښی دروندوالی اوکله چه یادکړی رب خپل په قرآن کښی په یووالی سره اوگرځی دوی په خپلوشاگانوباندی نفرت کوونکی -
په دی کښی دزړونو او دغوږونو آفت ئی ددوی دپاره ذکرکړو لکه ختم اللّه و علٰی قلوبهم و علٰی سمعهم و علٰی ابصارهم غشاوة سورة بقره (۷) اودارنگ سورة انعام (۲۵) کښی (وَقْرًا) ددی نه مراد کونړوالی دی لکه د صُمٌّ اطلاق چه شوی دی یامراد ددی نه شرکی قصی او خرافات دی چه دهغی نه ددوی غوږونه ډک دی نودتوحید او حق آواز په کښی نه ځائیږی اوبیا زجردی په انکاردتوحید سره، یقین قرآن ته هسی ناست وی لیکن هرکله چه په قرآن کښی دتوحید مسئله راشی چه صرف د اللّه تعالٰی نه مدد غواړئ اوصرف دهغه بندگی کوئ اوبل ورسره شریک مه جوړوئ نودوی ددی نه نفرت شروع کړی اودارنگ په سورة صافات (۳۵) اوزمر (۴۵) او حم مؤمن ( ۱۲) کښی دی او د (وَحْدَهُ) نه لفظ دتوحید اختسلی شوی دی نو توحید شرعی لفظ دی -