الإسراء ۴۵

وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ حِجَابًا مَسْتُورًا

اوکله چه ته لولی قرآن نو پیداکړو مونږپه مینځ ستا او دهغه کسانوکښی چه ایمان نه لری په آخرت باندی پرده پټه -

په دی آیت کښی زجردی په انکاردقرآن سره اومرادد حجاب مستورنه حجاب دضد او دعناد او د جهل دی اویا مراد ددی نه حجاب حقیقی دی په طریقه دخرق عادت سره یعنی ددوی په سترگو داسی پردی راشی چه قرآن والا نه وینی اوداپه طریقه د علٰی ابصارهم غشاوة سره دی - اومستورنه مراد دادی چه دا حجاب ستاسونه پټ دی اومستورپه معنیٰ دساتردی یعنی پټوونکی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل