تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا
پاکی وائی اللّه تعالٰی لره اووه آسمانونه او ځمکه اوهغه څوک چه په دی کښی دی اونیشته هیڅ شی مگرتسبیح وائی سره دحمد دهغه نه لیکن تاسو نه پوهیږئ په تسبیح ددوی باندی یقیناً اللّه تعالٰی دی صبرناک بخنه کؤونکی -
په دی آیت کښی علت دی دپاره دسبحانه او دعویٰ دتوحید ده په بله طریقه، اوپه دی تسبیح سره دلالةً مراد ده، یعنی دهرڅیزحال او عجز د اللّه تعالٰی په توحید باندی دلالت کوی لیکن ای مخاطبینو (مشرکانو) تاسوپه هغی کښی فکرنه کوئ ، اویا تسبیح حقیقتاً مراد ده اونسبیح دهرڅیزدهغه شان مناسب وی اوپه دی توجیه سره (مَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ) کښی به تخصیص کیدی شی سیوا دکافرانو او مشرکانونه - اودا دوهمه توجیه غوره ده ځکه چه په احادیثوسره تسبیح دکانړو او تسبیح دطعام او تسبیح داوښانو او تسبیح د اونو او دستنی دمسجد نبوی ثابت ده -