سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّا كَبِيرًا
پاک دی اللّه تعالٰی او لوی دی دهغه نسبتونونه چه دوی اللّه تعالٰی ته کوی په لوئی ډیری سره -
په دی کښی نتیجه د ماقبل آیت ده او دعویٰ دتوحید ده (سُبْحَانَهُ) کښی اشاره ده شرک بالملائکه ته او (تَعَالَى) کښی اشاره ده شرک فی الالوهیت دنور عبادوصالحینوته چه دا دواړه قسمونه مخکښی آیاتونو کښی ذکرشوی دی -