الإسراء ۴۲

قُلْ لَوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا

ته اوایه که چیری وی د اللّه تعالٰی سره نور حق دار دبندگئ لکه چه دوی وائی نودغه وخت خامخا به طلب کړی وی دوی دعرش خاوند ته یولار -

په دی کښی رد دی په شرک فی الالوهیت باندی او (إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا) کښی مطلب دادی چه ددوی معبودانو که د اللّه تعالٰی سره په الوهیت کښی څه حصه وی نود اللّه تعالٰی (چه خاوند دعرش دی) نه مطالبی به دخپلی حصی به ئی کولی اوپه دی سره به ضرور جدال پیدا کیدی لکه په سورة مؤمنون (۹۱) کښی دی، یا دا معنیٰ ده چه دا مشرکان دخپلو معبودانوپه باره کښی عقیده لری چه دا زمونږ شفعاء دی نولازم داده چه دا شفعاء اللّه تعالٰی ته لار دنزدیکت طلب کوی اوڅوک چه طلب کوونکی د نزدیکت وی نوهغه عاجزوی، نو الٰه نه شی کیدی او دلته دوهمه توجیه غوره ده په قرینه د (۵۷) سره چه په هغی کښی دصالحینومعبودانو ذکردی او لفظ د (كَمَا يَقُولُونَ) هم په دی دلیل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل