الإسراء ۴۱

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُوا وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُورًا

او یقیناً (بیان دتوحید) په رنگارنگ طریقی سره کړی مونږ په دی قرآن کښی ددی دپاره چه نصیحت قبول کړئ‌ اونه زیاتوی دا قرآن دوی لره مگر نفرت -

په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته اوبیا زجردی دقرآن نه نفرت کوونکوته اوسبب دنفرت دادی چه په دی کښی رد دی ددوی په شرک او په ظلمونوباندی لکه چه مخکښی تیرشول (لِيَذَّكَّرُوا) ددی نه مخکښی لفظ‌ د التوحید مراد دی یعنی توحید او دلیلونه او وعظونه قسم قسم بیان کړی دی اوهرکله چه دلته مراد توحید دی نومفعول ئی ذکرنه کړو او ددی سورة په (۸۹) کښی دلیلونه او وعظونه مراد دی نوهلته ئی من کل مثل لفظ ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل