الإسراء ۴۸

انْظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا

اوگوره چه څرنگ بیانوی ستادپاره صفتونه (دبدئ) پس دوی گمراه شول پس دوی طاقت نه لری دسمی لاری -

داهم د مخکښی آیت په حکم کښی داخل دی یعنی زجردی په انکار درسول سره اودا دلیل دی چه طعنونه کول په رسول باندی سبب دداسی گمراهئ دی چه بیا هدایت نه شی موندلی (الْأَمْثَالَ) مراد ددی نه ناکاره صفتونه دی لکه شاعر، ساحر، کاهن، مفتری وغیره اوداسی په سورة فرقان (۹،۸) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل