الإسراء ۳۶

وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا

اومه ځه په هغه څیز پسی چه نه وی تاله په هغی باندی هیڅ دلیل یقیناً غوږونه او سترگی او زړونه ددی ټولو په باره کښی دهرچانه تپوس کیدی شی -

په دی کښی پنځمه نهی ده دظلم نه چه هغه بهتان لگول او بی دلیله تابعداری کول دی - (وَلَا تَقْفُ) ددی معنیٰ داده چه طعن مه وایه په چاباندی دهغی خبری چه تاسره دهغی علم نه وی اومراد ددی نه بهتان لږول دی اوبله معنیٰ ئی داده چه تابعداری مه کوه دهغه خبری اوحکم چه په هغی باندی دلیل نه وی او (عِلْمٌ) لفظ دیقین او غلبی دظن دواړوته شامل دی اوپه دی آیت کښی ددری اندامونوذکر دی او ددوی په باره کښی تپوس کول دادی چه دا دری قوتونه ولی په ناحقه استعمال کړی شوی دی، اودوهم قسم تپوس دادی چه په غوږ سره ئی څه خبره نه وی اوریدلی اودعوه کوی چه ما اوریدلی ده اودارنگ په سترگوئی څه شی نه وی لیدلی اودعوه کوی چه مالیدلی دی اوپه زړه کښی ئی په یوڅیزباندی فکرنه وی کړی اودعوه کوی چه زه په هغی عالم یم نوددی دروغ وئیلو تپوس به کیدی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل