الإسراء ۳۷

وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا

اومه گرځه په ځمکه کښی په لوئی سره یقیناً ته نه شی شلولی ځمکه اوچیری نه شی رسیدلی غرونوته په دنگوالی سره -

په دی کښی شپږمه نهی ده دظلم نه چه هغه تکبراولوئی کول دی اومراد د مشِی مَرَحَا نه تکبرکول دی چه د هغی اثرپه گرځیدلو کښی ښکاره کیږی، یعنی تکبراصل په زړه کښی دی لیکن اثرئی په ظاهرکښی ښکاره کیدل ډیرقبیح دی او دمؤمنانوپه صفت کښی په سورة فرقان (۶۳) کښی مشی هوناً راغلی ده اوددی نوره تشریح په سورة لقمان (۱۹) کښی شته دی اوپه مشی مرحا کښی رقص گډا کول هم داخل دی اوتفسیرقرطبی کښی دهغی ډیره بدی بیان شوی ده (إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ) حاصل دادی چه لوئی خود دروندوالی اود قوت دوجی نه وی یا د غټ والی او ددنگ والی دوجی نه وی نوچه داول په وجه ځمکه نه شی شلولی اود دوهم په وجه دغرونو سرته نه شی رسیدلی یعنی انسان کښی دادواړه صفتونه نیشته نوتکبرولی کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل