الإسراء ۳۵

وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا

اوپوره کوئ‌ پیمانه کله چه پیمانه کوئ اوتول کوئ په تله برابرسره داغوره کار دی اوښائسته انجام والا دی -

په دی آیت کښی دوه امرونه دی چه دهغی نه خلاف کول ظلم دی (بِالْقِسْطَاسِ) قسطاس، میزان دی په لغت دعربوکښی اگرچه عام عرب په دی باندی خبرنه وو اولغت درومیانو ددی سره موافق دی لیکن داسی وینا کول غلطه ده چه وائی دا لفظ دلفت روم نه اخستلی شوی دی ځکه چه قرآن خالص عربی کتاب دی په دی کښی عجمی لفظ نیشته (ذَلِكَ خَيْرٌ) په دی کښی دنیوی فائدو ته اشاره ده (وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا) اشاره ده راتلونکی فائدوته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل