وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا
او مه نزدی کیږئ مال د یتیم ته مگرپه داسی طریقه چه ښائسته وی (شرعاً) تردی پوری چه دی اورسی ځوانئ خپلی ته اوپوره کوئ لوظ لره یقیناً دلوظ په باره کښی تپوس به کیدی شی -
په دی کښی څلورمه نهی ده د ظلم نه چه هغه دیتیم مال خوړل دی اوددی آیت تشریح په تفسیر د سورة انعام آیت (۱۵۲) کښی تیره شوی ده په دی آیت کښی یوامردی اود عهد نه مراد هرهغه شی دی چه اللّه تعالٰی په هغی امرکړی وی یائی دهغی نه نهی کړی وی اودارنگ عقدونه کول په کورنئ کښی -