وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا
اومه وژنئ هغه نفس لره چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی وژل دهغه مگرپه حق شرعی سره اوڅوک چه اووژلی شو په ظلم سره پس یقیناً ورکړی دی مونږ وارث دهغه لره اختیار پس زیاتی دی نه کوی په وژلو کښی یقیناً دده سره امداد کړی شوی دی -
په دی کښی دریمه نهی ده دظلم نه چه هغه قتل دی بغیردسبب شرعی نه (سُلْطَانًا) ددی نه مراد قدرت دقصاص دی په امداد دبادشاه سره یاددی نه مراد حجت شرعی دی دپاره دقصاص (فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ) اسراف په قتل کښی په دریو طریقوسره وی یوداچه دقاتل په ځای بل سړی قتل کړی دوهم داچه دیوپه بدل کښی ډیرکسان قتل کړی او دریم داچه د مقتول نه اندامونه پری کړی نوداټول حرام دی -