إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا
یقیناً ستا رب فراخوی رزق چالره چه اوغواړی اوتنگوی - یقیناً دی په خپلوبندگانوباندی خبردار لیدونکی -
دی آیت کښی ترغیب دی انفاق ته چه په انفاق کولوسره رزق نه تنگیږی، نوپه دی آیت کښی دتیرشوو ادابو عِلَّت بیانوی، هغه دادی چه اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په مصالحودبندگانوخپلو چه چاله فراخی درزق ورکوی اوچاله تنگسیا ورکوی - ددی وجی نه تیرشوی آداب ئی تاسوته اوخودل چه هغه اداب په مینځ دفراخ رزق والا اودتنگ رزق والا کښی دی -