وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا
اومه وژنئ بچی خپل دوجی دویری دلوږی نه مونږ روزی ورکؤو دوی لره اوتاسو لره یقیناً ددوی وژل گناه لوی دی -
ددی آیت نه تر (۳۹) پوری دریم څیزذکر کوی دپاره ددفع دعذاب چه هغه د ظلمونونه ځان بچ کول دی اودلته دهغی نه اووه منهیات اودری مامورات ذکر شوی دی - په دی آیت کښی اوله نهی ده دقتل داولاد نه - ددی آیت تشریح په تفسیر دسورة انعام کښی آیت (۱۵) کښی تیره شوی ده (خِطْئًا) دا دلیل دی چه کله د خطا اطلاق په گناه کبیره هم کیږی -