الإسراء ۲۹

وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا

اومه گرځوه لاس خپل تړلی شوی دغاړی سره اومه پرانیزه لاس خپل په پوره پرانستلو سره نوناست به پاتی شی ملامته ستومانه -

په دی آیت کښی بیان دادب دی چه هغه میانه روی کول دی په خرچ کولو اوپه صدقو کښی اوپه اوله جمله کښی ئی تشبیه دبخیل ورکړی ده دهغه چاسره چه لاس ئی دڅټ سره تړلی شوی وی نودهغه لاس بندوی دتصرف کولونه په مال کښی نودغه حال دبخیل دی چه خپل مال ته ئی لاس نه ور رسیږی اودوهمه جمله کښی مطلب دادی چه مال بی ځایه مه خرچ کوه اگرچه مباح وی (فَتَقْعُدَ) دی کښی اشاره ده چه د ډیری ملامتیا او ښپیمانتیا دوجی نه به داسی شی چه دځآی نه به نه شی پاڅیدی (مَلُومًا) داولی جملی سره تعلق لری او (مَحْسُورًا) ددوهمی جملی سره تعلق لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل