الإسراء ۲۸

وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاءَ رَحْمَةٍ مِنْ رَبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُلْ لَهُمْ قَوْلًا مَيْسُورًا

اوکه ته مخ گرځوی ددوی نه دپاره دطلب کولو درحمت درب ستا چه امید ئی لری نووایه دوی ته وینا نرمه -

په دی آیت کښی ذکر دیو ادب قولی دی په وخت دعدم قدرت کښی دحق اداکولو اوپه دی ادب کښی دی ته اشاره ده چه په وخت داعراض کولو کښی دهغوی سپکول اوبی عزتی کول منع دی (قَوْلًا مَيْسُورًا) مراد ددی نه نرمه او خوږه خبره ده، دوهمه معنیٰ داده چه دوی له دعا اوغواړه چه‌ په دوی باندی سختی آسانه شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل