الإسراء ۲۴

وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا

اوکوز کړه دوی ته وزر دعاجزئ دشفقت دوجی نه اووایه ای ربه ځما رحم اوکړی په دوی باندی لکه چه دوی ځما پالنه کړی ده په وړوکوالی کښی -

(وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ) په دی آیت کښی دوه آداب دی اودا کنایه ده دشفقت او درحمت نه دهغوی سره لکه سورة حجر آیت (۲۸) کښی ذکرشوی دی اودلته ئی لفظ الذُّل ذکرکړی دی ځکه دلته معنیٰ دطاعت او دخدمت مراد ده او (مِنَ الرَّحْمَةِ) کښی اشاره ده چه داطاعت او خدمت دوجی درحم دزړه نه به وی نه دریا او نه دعادت نه (وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا) په دی کښی اشاره ده دی خبری ته چه اولاد حق دموراوپلارنه شی پوره کولی نودا دعا دهغی قائم مقام ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل