الإسراء ۲۳

وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا

او فیصله کړی ده ستارب چه بندگی سیوا د اللّه تعالٰی نه دبل چا مه کوئ اود مورپلار سره ښیگړه کوئ که اورسی ستا په ژوند کښی بوډاوالی ته یو ددی دواړونه یادواړه پس مه وایه دوی ته اف قدری او زورنه مه کوه دوی ته اووایه دوی ته وینا ادب ناکه -

په دی آیت کښی اولاً رد دی په شرک فی العبادت اودا علت دی دتیرشوی آیت سره (وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا) ددی ځای نه دوهم امردی دپاره ددفع دعذاب چه هغه احسان کول دی د مخلوق د اللّه تعالٰی سره اوپه دی آیت کښی دری آداب دی اواحسان کول د والدینوئی دتوحیدد اللّه تعالٰی سره متصل ذکرکړی دی دلته اوپه سورة بقره (۸۳) او سورة نساء (۳۶) کښی هغی یوه وجه داده چه معلومه شی چه د اللّه تعالٰی په بندگئ‌ کښی موراو پلار به هم نه شریکوئ‌ بلکه هغوی سره به صرف احسان کوئ - دوهمه وجه داده چه حق دموراوپلار دا نه دی چه په شرک اوپه گناه کښی دهغوی اطاعت اوکړی شی بلکه دهغوی حق احسان کول دی اوداحسان دری طریقی دی اول داچه دهغوئ خیربه لټوئ په دعوة الی الحق سره په شان د ابراهیم علیه السلام اودوهمه طریقه داده چه دهغوی خدمت به کوئ‌ اودریمه طریقه مال خرچ کول دی په هغوی باندی (وَلَا تَنْهَرْهُمَا) این کثیروئیلی دی چه مراد ددی نه لاس پورته کول دی په هغوی باندی اوصدور د فعل قبیح (فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ) اُف دا آواز دی چه صادریږی دخولی نه په وخت دبدگنړلو دیوڅیزکښی نومراد د اُف نه هریو ردی کلام دی چه هغه سبب دخفگان دمور او پلاروی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل